لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
که نه وی حکم د اللّه تعالٰی چه مخکښی فیصله شوی ده نوخامخا رسیدلی به وی تاسوته په وجه دهغه مال چه واخستو تاسو (دقیدیانونه په فدیه کښی) عذاب لوئ -
داجواب دیو سوال دی، چه هرکله دوی دا فدیه واخستله نوگنهگار شول نوپه کار وؤ چه په دوی عذاب راغلی وی؟ جواب حاصل دادی که اللّه تعالٰی د مخکښی نه قانون نه وی ایښودی نوواقعی عذاب به راغلی وی لیکن اللّه تعالٰی قانون ایښودی دی هغه داسی دی چه عذاب چاله نه ورکوی ترهغی چه مخکښی نه دغه حکم نه وی رالیږلی بل داقانون چه اللّه تعالٰی دی امت دپاره مال غنیمت حلال کړی دی اوبل دا قانون چه اللّه تعالٰی بدروالا مجاهدین تول بخلی دی -