الأنفال ۶۷

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

نه دی مناسب نبی لره چه وی دی هغه لره قیدیان تردی پوری چه وینی توی کړی په ځمکه کښی ډیرغواړی تاسو سامان ددنیا او اللّه تعالٰی غواړی آخرت (ستاسودپاره) او اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالادی -

دا دولسم قانون دی دامیردپاره حاصل ئی دادی چه په ابتداء‌ کښی دکافرانو قتلول ضروری دی ددی دپاره چه رعب قائم شی په دشمنانو - داآیت نازل شوی وؤ‌په واقعه دبدرکښی چه کله په هغی کښی دکافرانو نه اویا کسان په قیدکښی راوستی شول اوتردغه وخته پوری دقیدیانو به باره کښی حکم شرعی نه وؤ نازل شوی نونبی ﷺ دصحابو سره مشوره اوکړه نوبعضورائی پیش کړه چه دا ټول قتلول په کار دی اوبعضو رائی پیش کړه چه ددوی نه به فدیه واخلو اوپه هغی به ځان له سامان جنگ واخلو نو رسول اللّٰه ﷺ په دی روستنئ‌ رائی اتفاق اوکړو اودهغوی نه فدیه واخستی شوه - نودا آیت نازل شو چه داسی کول نه وؤ په کار (لِنَبِيٍّ) ئی نکره راوړه اشاره ده چه دا حکم ټولو انبیاؤ ته دی (أَسْرَى) یعنی داسی قیدیان چه په فدیه ورکولو سره خلاصیږی بغیردقتل نه نوپه دی کښی اشاره ده چه قتل دمشرکانو دبدر غوره وؤ د فدئی اخستلو اوپری خودلو دهغوی نه - اودا واقعه دلیل دی چه نبی ﷺ په وقت دعدم وجود دوحی کښی رجوع کړی ده اجتهاد ته چه طریقه دهغی شورا کول دی اوهرکله چه دا اجتهادی فیصله اللّه تعالٰی مسترد نه کړه صرف اولیٰ جانب ته ئی توجه ورکړ ه نومعلومه شوه چه اجتهاد د نبی ﷺ هم وحی ده (تُرِيدُونَ) دلته خطاب صرف صحابو ته اوشو دپاره دلحاظ‌ د ادب د نبی ﷺ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل