الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ
اوس اسانتیاراوسته اللّه تعالٰی په تاسوباندی اوپوهه شو چه په تاسوکښی کمزورتیا ده پس که وی ستاسونه سل کسان صبرناک غالب کیږی به په دوو سوو اوکه ستاسو نه زرکسان غالب کیږی به په دووزرو په امداد اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی خاص ملگری دی دصبرناکو -
دا آیت په نیزدمقدمینو علماؤ ناسخ دی دمخکښی آیت دپاره اوپه نیزدروستو علماؤ دا تخفیف دی او دا غوره خبره ده یووجه داده چه په آیت کښی لفظ د خفف موجود دی (وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا) مراد ددی نه کمزوروالی دهمت دی لیکن داصفت دبدئ نه دی بلکه دلالت کوی په دی خبره چه دصحابوپه درجاتو کښی فرق وؤ اوسفیان بن شبرمه وئیلی دی چه د امربالمعروف و النهی عن المنکر هم دا حکم دی چه په دی آیت کښی ذکر دی -
فائده: داول آیت په آخرکښی سبب ذکرکړو عدم فقاهت دکافرانو اومراد هغی نه جهل دتوحید او ایمان بالرسول اوقرآن او آخرت نه دی اوپه طریقه دمفهوم سره معلوم شوه چه مؤمنان مجاهدین په فقاهت سره موصوف دی او ددی صفت دوجود سره زیات تعداد ته حاجت نیشته - اودوهم آیت کښی سبب (بِإِذْنِ اللَّهِ) او (مَعَ الصَّابِرِينَ) ذکرکړی دی اشاره ده چه دصفت دفقاهت نه اذن د اللّه اوصبراو نصرت الٰهی ډیرضرور دی -