الأنفال ۶۵

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ

ای نبی ﷺ تیزی ورکوه مؤمنانولره په جنگ کولو باندی که وی ستاسو نه شل کسان صبرناک نوغالب کیږی به په دوو سوو اوکه وی ستاسو نه سل کسان نوغالب کیږی به په زرکسانو دکافرانو په دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه نه پوهیږی -

دا یؤلسم قانون دی دپاره دامیر حاصل دادی چه نبی ﷺ اوبیا په امیرباندی لازم دی چه مجاهدینوته داسی تیزی ورکړی په جهاد باندی چه یوکس مقابله دلسو تنو کولی شی اوکه داسی نشی کولی نوکم ازکم یو کس دی د دوؤ کسانو مقابله کوی دافرض دی نوپه (حَرِّضِ) سره ئی داقانون ذکرکړو لکه په سورة نساء‌ (۸۴) کښی او (إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ) سره طریقه دتحریض ذکر کړی ده - سوال: ددی آیت مقصد دادی چه یوپه لس باندی مقابله کوئ‌ نودومره اوږد عبارت ئی ولی ذکر کړو؟ جواب: په ابتداء‌ داسلام کښی دصحابوشمار کم وؤ نواکثرسرئّی به دشلونه زیاتی ترسلوپوری تعداد باندی مشتمل وی (صَابِرُونَ) شربینی وئیل دی چه ددی حکم شرط‌ صبردی اومراد دصبرنه دادی چه بدن ئی قوی اوسالم اندامونووالا دی اوزړه ئی شجاع وی اودارنگ ایمان ئی مضبوط وی اوپابند وی دهغه قوانینو چه په دی سورة که بیان شوی دی اوهرکله چه یوکرت دا صفت ذکرشو نودوهم کرت د مائة سره ذکرکولو ته حاجت نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل