الأنفال ۶۲

وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ

اوکه دوی اوغواړی چه دهوکه کوی ستاسره پس یقیناً پوره دی تالره اللّه تعالٰی، اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه کلک کړی ئی ته په مدد خپل اوپه ملگرتیا دمؤمنانو -

د اتعلق لری دمخکښی آیت سره که دوی په صلح کولو کښی اراده ددهوکی لری نو (ویره مه کوه ددوی نه) داجزا پټه ده (هُوَ الَّذِي) ئی بغیردعطف نه ذکر کړو ځکه داتفسیردحسبیت الٰهیه دی -
فائده: بالمؤمنین سره اشاره ده مدحه دصحابوکرامو ته لکه په حدیث د اِختارَ اللّه لِی صحابة (اللّه تعالٰی زما دپاره صحابه غوره کړی دی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل