الأنفال ۶۳

وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

اومینه ئی راوسته په مینځ د زړونو ددوی کښی که خرچ کړی وی تاهغه څیزونه چه په ځمکه کښی ټول نه به وی پیداکړی تا مینه په مینځ دزړونو ددوی کښی لیکن اللّه تعالٰی مینه پیداکړه په مینځ ددوی کښی یقیناً اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونو والا دی -

دابیان دتائید دی په مؤمنانوسره چه هغه بغیر داتفاق نه نه حاصلیږی (مَا أَلَّفْتَ) په دی کښی اشاره ده چه نبی ﷺ دچاپه زړه باندی قدرت نه لری نومختار کل نه دی -
فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه دصحابه کرامو په مینځ کښی مینه او محبت وؤ دهغوی په مینځ کښی دشمنی نه وه نوهغه تاریخ چه د هغی نه دشمنی دصحابو معلومیږی هغه ددی خلاف دی هغی ته هیڅ اعتبارنیشته او داسی په سورة العمران (۱۰۳) اوسورة فتح (۲۹) کښی هم راغلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل