وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
اوکه دوی مائل شو روغی ته پس ته هم مائل شه هغی ته اوځان سپاره په اللّه تعالٰی باندی یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی -
دا نهم قانون دی دپاره دجهاد اومطلب ددی دادی چه مؤمنان به دصلح دعوت کافرانوته نه ورکوی اوکه کافران طلب کوی بیا صلح کول جائزدی (فَاجْنَحْ) د امر دپاره دی وجوب نه دی اوچه هغوی طلب نه وی کړی نوصلح کول منع دی - اوهغی ته وهن وئیلی شی لکه چه په سورة محمد (۳۵) کښی دی -