وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
اوچاچه اوگرځوله په دغه ورځ کښی دوی ته شا خپله مگرکه هنوکوونکی وی دپاره دجنگ یایوځای کیدونکی وی دډلی خپلی سره پس یقیناً اخته شو دی په غضب د اللّه تعالٰی اوځای دورتللو دده جهنم دی اوبدځای دی دگرځیدو (داجهنم) -
په دی کښی ذکردعذاب اخروی دی په تیخته کولوباندی لیکن دوه حالتونه ئی دهغی نه مستثنیٰ کړی دی یوهنراوطریقه جوړول دپاره دجنگ چه دشمن ته شا اوگرځوی اوناساپه واپس شی او حمله پری اوکړی دوهم دادی چه دخپلی ډلی نه یواځی شوی وی نوځان هغی یابلی ډلی ته رسوی - دپاره دامداد حاصلولو نوپه دی دواړه حالتونو کښی شاگرځول شته لیکن په اراده دتیښتی کولو سره نه دی -