فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
پس نه دی وژلی تاسو هغی لره لیکن اللّه تعالٰی وژلی دی هغی لره اونه دی رسولی تا کانړی سترگودکافرانوته کله چه تا گذار کړه دمټی نه لیکن اللّه تعالٰی اورسول سترگو دهغی ته (اوداکارئی اوکړو) دپاره ددی چه ورکړی مؤمنانوته دخپل دطرف نه انعام ښائسته یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی -
داشپږم علت دی داولی دعوی حاصل ئی دادی چه کوم مشرکان په بدرکښی قتل کړی شول یا دسترگو دهغوی کانړی اولگیدل دا تاسو نه دی کړی بلکه اللّه تعالٰی کړی دی اوپه هغی سره غنیمت حاصل شوی دی نوپه هغی کښی اختلاف مه کوئ (وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ) دا نسبت یا په دی وجی سره دی چه اللّه تعالٰی توفیق دقتل ورکړی وؤ مؤمنانوته سره دکموالی داسبابونه - بله وجه داده چه قتل کړی شوی وؤ په واسطه دملائکو ځکه چه بعضی روایاتونه ثابته ده چه صحابی به لا گوذار نه وؤکړی اومخکښی به سردکافرانو اوغورځید - سوال: دی آیت کښی هم نسبت درمی شوی دی پیغمبر ﷺ اوهم تری نفی شوی ده ددی څه وجه ده؟ جواب: دادی چه نسبت درمی په اعتباردظاهرسره دی چه رسول اللّٰه ﷺ یوموټی کانړی را واخستل اودکافرانو طرف ته ئی اویشتل - اونفی درمی په دی وجه سره ده چه هغه کانړی سترگو دکافرانو ته رسول داد پیغمبرکار نه وؤ داد اللّه تعالٰی کاروؤ ځکه چه دامعجزه ده -
فائده: کوم فعل چه دبنده په اختیار او کسب سره دی چه هغی رمی دی (کانړی ویشتل دی دلاس نه) دهغی نسبت ئی نبی ته اوکړو په اذ رَمیت سره اوکوم کارچه دبنده دکسب او اختیار نه بهردی نوهغه ئی دنبی نه نفی کړو - او اللّه تعالٰی ځان ته نسبت اوکړو - سوال: په قتل کښی ولی نسبت ظاهری ئی مؤمنانوته اونه کړو په شان درمی؟ جواب: قتل نه مراد روح قبض کول دی روستو دعمل دقاتل نه اود روح اخستلو نسبت صرف اللّه تعالٰی ته کیدی شی اودبنده په کسب سره استعمال دالی دقتل دی هغی ته هم قتل وئیلی شی لیکن دلته دا معنیٰ مراد نه ده -