يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ
ای ایمان والو: کله چه مخامخ شئ تاسودکافرانو سره په وخت دجنگ کولوکښی پس مه گرځوئ هغوی ته شاگانی -
دا اول قانون دی مجاهدینولره چه دمیدان جنگ نه تیخته اونه کړی اودا تیښته کول گناه کبیره دی - لفظ د أَدْبَارَ، دکارپه قباحت باندی دلالت کوی (زَحْفًا) په اصل کښی خړپوسی کولو دبچی ته وئیلی شی یعنی دلښکر دډیروالی د وجی نه په دمه دمه ځی - اودارنگ زحف نزدی کیدلو ته وئیلی شی یعنی په وخت دجنگ کښی یوبل ته نزدی شی -