إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ
کوم وخت چه وحی کوله رب ستا ملائکوته چه زه ستاسوسره یم پس کلک کړئ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی خامخا اوچوم زه په زړونودکافرانو کښی ویره پس وهئ بره دسټونونه اووهئ ددوی نه هربند دگوتو -
داپنځم علت دی داولی دعوی، حاصل ئی دادی چه اللّه تعالٰی ملائکولره په جنگ کولوکښی تاسوسره شریک کړل اودهغی دوجی نه غنیمت حاصل شو نوپه هغی کښی اختلاف مه کوئ (فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا) یو تثبیت قولی وؤ مطلب دادی چه زیری ورکړئ مؤمنانولره په مدد د اللّه تعالٰی - دوهم تثبت ئی عملی وؤ چه ملائک حاضرشوی وؤ دپاره دقتال په شکل دسړو کښی مؤمنانوبعضی دهغی نه اولیدل اودبعضوئی آواز اوریدو لیکن دوی نه پیژندل مخکښی داخبار د رسول اللّٰه ﷺ نه دریم تثبت دی په طریقه دالهام سره په زړونودمؤمنانو کښی (أَنِّي مَعَكُمْ) معیت دآخرت دی معلومه شوه چه ملائک هم د اللّه تعالٰی نصرت ته محتاج دی اویواحتمال دادی چه دلته قولوا پټ دی یعنی اوائی مؤمنانوته د اللّه تعالٰی دطرف نه چه انی معکم (سَأُلْقِي) داتفسیردمعکم دی یانتیجه د فثبتوا ده (الرُّعْبَ) زړه د ویری ډکیدل په امید مصیبت سره (فَوْقَ الْأَعْنَاقِ) مراد ددی نه دسرروستنئ حصه ده یاټول سردی (بَنَانٍ) دائی ځکه خاص کړه په وهلوسره ځکه چه په دی باندی جنگ کیدی شی -