ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دا په دی وجه چه دوی خلاف کړی دی د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه نه اوچاچه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه نه پس اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوونکی دی هغه لره -
دی آیت کښی سبب ذکردی دپاره دوژلو دکافرانو چه هغه شقاق دی شقاق په اصل کښی دی ته وائی چه دوه ټکړی جوړی شی اودیوبل په مقابله کښی وی - علماؤ لیکلی دی چه هرمشرک اومبتدع مشّاق د اللّه تعالٰی او درسول دی ځکه چه دهغوی په خلاف کښی ئی دین جوړکړی دی -