الأنفال ۱۱

إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ

کوم چه پټ کړئ‌ تاسو اللّه په پرکالئ سره دامن دپاره دطرف دهغه نه اورا اؤرلی په تاسوباندی دطرف د آسمان نه اوبه دی دپاره چه پاک کړی تاسو په هغی سره اولری کړی ستاسونه پلیتی (وسوسه) دشیطان اوچه کلکوالی راولی په زړونو ستاسو اوکلک کړی په سبب ددی سره قدمونه ستاسو -

دا څلورم علت دی او دنصرت الٰهیه نوری طریقی دی اودباران څلورفائدی ئی ذکرکړی دی - حاصل دادی چه په میدان دبدرکښی په صحابه کرامودکموالی دوجی نه خوف راغی اوبل داچه شیطان وسوسی واچولی چه تاسوسره اوبه نیشته اوپه شگو کی یئی نوتاسوبه جنگ څنگه اوکړئ‌ نو اللّه تعالٰی یوپرکالی راوسته په دوی په هغی سره ئی ترینه خوف لری کړو اوباران ئی اورو په هغی سره پالکوالی حاصلیدلو اودشیطان وسوسی لاړی (النُّعَاسَ) لږ خوب چه دهغی اثر سرپه دروندوالی سره معلومیږی (أَمَنَةً) هغی ته وئیلی شی چه سبب دخوف موجود وی لیکن خوف زائله شی او دا معجزه او کرامت وی - اوامن هغی ته وائی چه سبب دخوف هم زائلی شی دلته خومقابله کښی کافران تیارولاړ دی جنگ موجود دی لیکن خوف زائله شو نوځکه امنةً ئی ذکرکړو داسی په سورة العمران (۱۵۴) کښی هم ذکردی هلته ئی یوه طائفه ذکرکړی ده ځکه چه جنگ احد کښی منافقان وؤ خوپه هغوی باندی نعاس رانه غی اوپه غزوه بدر کښی منافقان نیشته نودلته ئی ټولو ته خطاب اوکړو (لِيُطَهِّرَكُمْ) په اودس کولو او غسل کولوسره (رِجْزَ الشَّيْطَانِ) بی اودسی او جنابت یاهغه وسوسی چه شیطان اچولی په زړونو دمؤمنانو کښی چه تاسوسره اوبه نیشته نومعلومه شوه چه تاسوپه حق باندی نه یئی (لِيَرْبِطَ) ربط القلب هم صفت د اولیاء اللّه دی ربط او اطمینان کښی فرق دی داطمینان سره سبب ذکروی اودربط سره سبب ذکر نه وی اوربط عبارت دی دپوخ والی د زړه نه په عقیده او په دعوت اوپه جهاد کښی بغیردڅه خوف نه - (وَلِيَرْبِطَ) په دی کښی لام ذکرکړو اشاره ده چه ددی تعلق د نعاس اوباران دواړو سره دی (يُثَبِّتَ بِهِ) ضمیرربط قلب ته راجع دی یا اوبو دباران ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل