الأنفال ۱۰

وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

اونه دی گرځولی اللّه تعالٰی (داملائک رالیږل) مگرزیری اودی دپاره چه کلک شی په دی سره زړونه ستاسو اونه ده غلبه مگردطرف د اللّه تعالٰی نه یقیناً زوروردی حکمت والادی -

یعنی ظاهری امداد کښی دوه فائدی دی یود زړه اطمینان بل اثار د خوشحالئ‌ په مخ باندی په دی کښی جواب دسوال دی یعنی که څوک گمان اوکړی چه مدد دملائکو په قدرت کښی دی نوجواب اوشو (وَمَا النَّصْرُ) ددی دوه معنی دی اول لاندی داسبابونه دادمخلوق صفت دی لکه سورة العمران (۵۲) اوپه دی سورة (۲۲) کښی - دوهم پورته داسبابو نه دی هغه خاص دی په اللّه تعالٰی پوری اوهغه په معنیٰ دغلبی سره دی په دی آیت کښی مراد دی داسی آیت په سورة العمران (۱۲۶) کښی ذکردی فرق ئی دادی اول په هغی کښی لکم ذکردی اودلته نیشته دوهم فرق هلته بهِ دقلوبکم نه روستو ذکرکړی دی اودلته مخکښی ځکه چه دلته دالو امداد ذکردی (چه زرملائک دی) اودا سبب اول دی نوپه بهِ سره ئی اول سببیت ذکرکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل