إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ
کوم چه فریاد کووتاسورب خپل ته پس قبوله ئی کړه دعا ستاسوچه زه امداد کوم ستاسوسره په زر (۱۰۰۰) ملائکو سره چه راځی به یودبل پسی -
دادریم علت دی دپاره د اولی دعوی حاصل دادی چه رسول اللّٰه ﷺ قبلی ته مخ کړو اولاس ئي اوږده کړل اودعا ئی غوښتله په هغی کښی دا الفاظ دی (اللهُمَّ أَنْجِزْلِیْ مَا وَعَدْتَنِي ، اللهُمَّ اتِنِیْ مَا وَعَدْتَنِي، اللهُمَّ إِنْ تُهْلِكْ هَذِهِ الْعِصَابَةَ مِنْ أَهْلِ الْإِسْلامِ ، لَا تُعْبَدْ فِي الْأَرْضِ) نودا دعا اللّه تعالٰی قبوله کړه اویوزر (۱۰۰۰) ملائک ئی راولیږل اوپه هغی سره غنیمت حاصل شو - نوپه هغی غنیمت کښی اختلاف مه کوئ (إِذْ تَسْتَغِيثُونَ) دغوث نه اخستلی شوی دی اوغوث فریاد او طلب مدد ته وئیلی شی اودا آیت ښکاره دلیل دی چه استغاثه په رب پوری خاص ده (مُمِدُّكُمْ) مدد کښی معنیٰ دنصرت اود زیادت دواړه ماخوذ ده (مُرْدِفِينَ) جماعتونه دملائکو په یوبل پسی راتلل اوپه داسی راتللوسره ډیررعب پریوځی په دشمنانوباندی داطریقه د راتللو دملائکو وه په بدرکښی اوپه سورة العمران (۱۲۴) کښی دهغوی نازلیدل ذکردی اشاره ده چه آسمانی ملائک وؤ اوپه اوپه سورة العمران (۱۲۵) کښی دهغوی فوجی علامات ذکروؤ په مسوّمین سره -