الأنفال ۶

يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَمَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنْظُرُونَ

بحث کؤو تاسره په باره دجنگ کښی پس دهغی نه چه ښکاره شو (فرض کیدل دهغی) گویا که بوتللی کیدل دوی مرگ ته اودوی ورته کتل -

دجدال نه مراد بحث کول دی جگړه نه ده مراد اوهغه صرف داقول وؤ ددوی چه دوی وئیل رسول اللّٰه ﷺ ته که تا مخکښی مونږلره خبردقتال راکړی وی نومونږبه ځان پوره تیارکړی وی (تَبَيَّنَ) یعنی دوی ته واضح ده چه اللّه تعالٰی دخپل نبی مدد کوی اودارنگ نبی چه څه وائی نوپه وحی سره وائی (كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ) دامثال دکرهت دی نودکارهون سره متعلق دی اودا دلیل دی چه داکراهت طبعی وؤ یا متعلق دی د (يُجَادِلُونَكَ) سره اوپه عبارت کښی تقدیردی یخافون کانهم یساقون اه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل