كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ
ځکه چه ویستلی ئی ته رب ستا دکورستانه په حکمت سره اویقیناً یوه ډله دایمان والو نه خامخا خفه وو (طبعا) -
دلفظ د کَمَا په تعلق دمفسرینو ډیر اقوال دی - لیکن غوره قول په کښی دادی چه دا (ک) دپاره دعلت دی دا بحرمحیط کښی ذکردی اودا متعلق دی دجملی الانفال لِلّه والرسول سره یعنی دا اول علت دی داولی دعویٰ دپاره - حاصل دهغی دادی چه په ورځ دبدرکښی دقتال دپاره راوتل ستاسو دطبیعت نه خلاف وو لیکن اللّه تعالٰی راویستئ او غنیمتونه ئی درکړل نوپه هغی کښی ولی اختلاف کوئ اوپه دی آیت کښی مراد دکراهت نه کراهت طبعی غیراختیاری دی داقول د مبرد دی تقدیردعبارت دادی قل الانفال ِللّهِ والرسول وان کَرِهوا کما کانوا یکرهون الخروج یاکاف په معنیٰ دواو سره دی (اللّه تعالٰی) په معنیٰ دحکمت یاپه معنیٰ دجهاد سره دی (مدارک او کبیر) -