الأنفال ۷

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ

اوکوم وخت چه وعده اوکړه تاسو سره اللّه تعالٰی دیو د دووډلونه چه دابه ستاسودپاره وی اوتاسو غوښته چه دا بی وسلی ډله دستاسودپاره شی اوغوښته اللّه تعالٰی چه ښکاره کړی حق لره په وعدو خپلوسره اوپری کړی جرړی دکافرانو -

دا دوهم علت دی داولی دعوی دپاره حاصل ئی دادی چه اللّه تعالٰی دوی ته په خوب کښی خودلی وؤ چه دکافرانوپه یوه ډله باندی مونږه غلبه حاصل کړی ده لیکن دوی داغوښتله چه هغه ډله "قافله دابوسفیان دِ وی " لیکن اللّه تعالٰی هغه ډله لښکر دابوجهل اوگرځوؤ اومؤمنانولره ئی په هغی غلبه ورکړه نوفرمائی چه تاسوپه غنیمت کښی ولی اختلاف کوئ (أَنَّهَا لَكُمْ) یعنی ددوی مالونه تاسوته حاصلیږی اوتاسوبه ورباندی غالب ئی (الشَّوْكَةِ) اسلحه اوقوت ته وئیلی شی شوکت په لغت کښی ازغی ته وئیلی شی (ذَاتِ الشَّوْكَةِ) نه مراد لشکردابوجهل وؤ اود غَیْرَ نه مراد قافله دابوسفیان وه (وَيُرِيدُ اللَّهُ) داپه معنیٰ کښی علت دی دپټ عبارت دپاره یعنی اراد اللّه ذَاتَ الشَّوکَة لکم لِاَنَّه یرید اه (لِيُحِقَّ الْحَقَّ) مراد ددی نه ښکاره کول اوپخول ددین حق دی (بِكَلِمَاتِهِ) آیاتونه په باره دقتال کښی یاوعدی دنصرت د اللّه تعالٰی (دَابِرَ الْكَافِرِينَ) اشاره ده چه ابوجهل او هغه کافران کسان چه په بدرکښی قتل کړی شوی وؤ داجړی او بیخ وؤ دکفرونو دهغوی په قتل سره دکفرجړی پری کړی شوی -
فائده: دغزوه بدرپه وخت کښی یوقافله دابوسفیان وه چه دتجارت دپاره شام ته تلی وه اوواپس راتلل دمدینی منوری په خواکښی په ساحل دسمندر باندی اوهغوی سره سامان دتجارت وؤ اوسامان دجنگ ورسره نه وؤ نودوی ته غیروئیلی شی اودوهمه ډله لشکردابوجهل وؤ چه پوره تیاری کړی وه دپاره دجنگ، اومقام دبدرته دجنگ دپاره اورسیدل اودوی سره اسلحی دجنگ ډیری وی اودوی ته تفیروئیلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل