الأعراف ۲۰۴

وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

اوکله چه لوستی شی قرآن پس غوږ کیدئ‌ هغی ته او چپ شئ دی دپاره چه رحم اوکړی شئ -

دی کښی دوه اداب ذکردی اووم اتم په وخت دلوستلود قرآن کښی یعنی قاری له په کاردی چه اوریدونکوته دا آداب بیان کړی اوصحیح داده چه دا آیت عام دی - مونځونو او خطبو ته شامل دی دارنگ عام اوقاتو کښی چه قرآن لوستلی کیږی نودا ادب واجب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل