الأعراف ۲۰۵

وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ

اویادوه رب خپل په زړه خپل کښی په عاجزی اوپه ویری سره اوښکته دجهری (اوچتی) وینانه صبائی اوبی گائیی اومه کیږه دغفلت کوونکونه -

دی آیت کښی هم دوه آداب ذکردی نهم اولسم اودذکر درب دوه طریقی ئی ذکرکړی دی یو (فِي نَفْسِكَ) په زړه کښی ذکرکول بغیردحرکت دژبی نه او دا اخفیٰ ذکردی اورازی او الوسی وئیلی دی چه فی نفسک کښی اشاره ده چه عالم به وی په معنیٰ دذکرباندی نوذکرلسانی بغیردعلم د معنیٰ نه ثواب نه لری دوهم (وَدُونَ الْجَهْرِ) په ژبه ذکرکول په پټه دابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه داسی دی وائی چه ځآن ته ئی اوری - دا آیت دلیل دی چه اصل په ذکرونوکښی پټ والی دی څوپوری چه خاص دلیل شرعی نه وی نواوچت ذکرکول بدعت دی (بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ) مراد ددی نه هروخت دی لیکن تخصیص ددی دوو وختونو دڅووجونه ئی کړی دی اوله وجه داده چه وخت دغداة وخت دبیدارئ دی اووخت داصال وخت دراتللو دخوب دی نواشاره ده چه ابتداء‌ کول دبیدارئ‌ اودخوب په ذکرد اللّه تعالٰی سره په کارده - دوهمه وجه داده چه په دی دوو وختونوکښی عملونه دورځی او دشپی بره ورخيژی نوپه دغه وختونوکښی کثرت ذکرپه کار دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل