الأعراف ۲۰۳

وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِمْ بِآيَةٍ قَالُوا لَوْلَا اجْتَبَيْتَهَا قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يُوحَى إِلَيَّ مِنْ رَبِّي هَذَا بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

اوکله چه رانه وړی دوی ته یوآیت (چه دوی ئی غواړی) دوی وائی ولی دځان نه نه جوړوی دا ته ورته اووایه یقیناً زه خوتابعداری کوم دهغی چه وحی کیدی شی ماته دطرف درب ځمانه داقرآن دپوهی خبری دی دطرف درب ستاسونه اوهدایت اورحمت دی هغی قوم لره چه ایمان لری -

دی آیت کښی ذکر دگمراهئ‌ دهغوی دی چه دوی ته آیتونه اومعجزی دپیغمبرخودساخته گنړی ددی وجی نه دهغه نه دجوړولو طلب کوی بیاپه دی آیت کښی شپږم ادب ذکر دی په قل اه سره - (هَذَا بَصَائِرُ) داتفسیردی د مَا يُوحَى إِلَيَّ دپاره اواشاره ده که ستاسو غوښتلی شوی معجزه رانوړم نوڅه حرج نیشته ځکه چه قرآن کافی معجزه ده - بَصَائِرُ مراد ددینه داسی حجتونه او دلیلونه دی چه دعقل دپاره بصیرت پیدا کوی نودا تسمیه دسبب ده په اسم دمسبب سره - فائده اخستونکی دقرآن نه دری قسمه دی اول چه مرتبه دعین الیقین کښی وی نودهغوی دپاره بصآئر دی - دوهم چه علم الیقین والاوی نودهغوی دپاره هدٰی دی اودریم چه حق الیقین والاوی نودهغوی دپاره رحمت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل