الأعراف ۲۰۲

وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ

او رونړه ددی شیطانانو راکاږی هغی لره شیطان په سرکشئ کښی بیادوی کمی نه کوی (په گمراهئ‌ کښی) -

دی آیت کښی ذکردی چه څوک دشیطان تابعداری کوی نودی دهغه رور دی اودا دوهمه ډله ده دشیطان ملگری دی غاویان دی په مقابله دمتقیانو کښی (لَا يُقْصِرُونَ) ضمیر شیطانانو یا اخوان ته راجع دی یعنی شیطانان په وسوسه کولو کښی اواخوان دهغوی په گناه کولو کښی قصور او کمی نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل