إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ
یقیناً هغه کسان چه وریریږی د اللّه تعالٰی نه کله چه اورسی دوی ته څه وسوسه دشیطان نویادکړی دوی اللّه تعالٰی لره پس دغه وخت کښی دوی پوهیدونکی وی -
هرکله چه نزع دشیطان ذکر شوه دلته اوس دهغی عموم ذکر کوی اودوه قسمونه دانسانانو ذکر کوی (طَائِفٌ) په معنیٰ دغضب او د ارادی دگناه اوگناه کول اود پیریانو حمله کول دی په دی ټولومعانوسره راځی (تَذَكَّرُوا) یاد کړئ وعد او وعید د اللّه تعالٰی یا یاد کړئ استعاذه وئیل په دی آیت کښی پنځم ادب ذکردی په لفظ دتذکروا سره - او اشاره دی دی ته چه شیطان غلبه نشی کولی په متقیانوباندی -