الأعراف ۲۰۰

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

اوکه اورسی تاته دطرف دشیطان نه څه وسوسه (دغصه کیدلو) پس پناهی اوغواړه په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه هرڅه اوری پوهه دی په هرڅیز -

دا څلورم ادب دی کله که مبلغ له غصه راشی دوجی دعمل دجاهلانونه نو اعوذبااللّه دِ اووائي اوداسی په سورة حٰم سجده (۳۶) کښی هم دی (سَمِيعٌ) کښی اشاره ده چه اعوذبااللّه په ژبه سره وئیلی شی او (عَلِيمٌ) کښی اشاره ده چه په زړه کښی به دهغی عقیده او علم لری - شربینی لیکلی دی چه صرف لفظی ذکر فائده نه ورکوی بغیردمغرفت قلبیه نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل