الأعراف ۱۹۹

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ

خوئ اوگرځوه په معافی کولو اوبیان کوه دتوحید اومخ اړه وه د جاهلانونه -

روستو درد نه په مشرکانوباندی ذکرکوی طریقه درد کولو، ددی آیت نه ترآخره دسورة پوری لس اداب بیانوی دپاره دمبلغ دحق اوپه دی آیت کښی دری آداب ذکر دی (خُذِ الْعَفْوَ) خُذِ نه مراد په عمل کښی راویتسل دی ابن کثیراوابن جریروئیلی دی چه ددی نه مراد معافی کول دمشرکانو دی کله چه هغوی سب او شتم اوظلم کوی نودمؤمنانوعفو کول خوپه طریقه اولیٰ سره داخل دی (الْعُرْفِ) په معنیٰ دمعروف سره ټولوطاعتونوته شامل دی یعنی سره دمعافی کولو دظلم او سختئ‌ نه دمعروف بیان کوه اودبیان نه روستو که هغه بیا ضد اوجهل کوی أَعْرِضْ یعنی دجاهلانو جواب په جهل سره مه ورکوه بلکه په سورة فرقان (۶۲) باندی عمل کوه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل