وَإِنْ تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لَا يَسْمَعُوا وَتَرَاهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ
اوکه رابلئ تاسو هغی څه دخیرخودلوته دوی نه اوری او خیال کوی ته په دوی باندی چه گوری تاته حال دادی چه دی هیڅ نه وینی -
داهم رد دشرک فی الدعاء دی چه دا معبودان نه ستاسو حال وینی نه ستاسو خبری آوری نوولی دوی ته رامدد شه وایئی (الْهُدَى) مراد ددی نه خیراوفائدی خبره ده (وَتَرَاهُمْ يَنْظُرُونَ) که آیت دبتانو باره کی شی نوهغوی خوبتانولره سترگی جوړی کړی وی ځکه وائی (تَرَاهُمْ) اوکه مراد ترینه مړی شی نوترٰهم خطاب دی مشرک ته اورویت په معنیٰ دعقیدی دی یعنی عقیده دمشرکانو چه دا مړی مونږه وینی اومونږته حاضر او ناظر دی -