أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنْظِرُونِ
آیا دوی له خپی شته چه تلی شی په هغی سره آیا ددوی لاسونه شته چه ټینگول کولی شی هغی سره آیا ددوی سترگی شته چه لیدل کوی په هغی سره آیا ددوی غوږونه شته چه اوریدل کولی شی په هغی سره؟ (نیشته) اوایه را اوبلئ شریکان خپل (دپاره دضررځما) بیاچل ول اوکړئ ماسره پس مهلت مه راکوئ ماته -
دی آیت کښی هم رد دی دشرک فی التصرف اوبیان دعجزدهغه معبودانودی دپاره دتاکید دمخکښی آیت په نفی کولو دڅلورو طاقتونوسره چه ددوی په خپو کښی طاقت درسیدونیشته اولاسونوکښی ئی طاقت د راټینگولو نیشته اوپه سترگوئی طاقت دلیدلونیشته اوپه غوږونوکښی ئی طاقت دآوریدلو نیشته بیا دوی ته رامدد شه وائی - په دی کښی نفی دقید ده فقط ځکه چه د معبودانوددوی خو دا اندامونه شته دی که بتان وی نوهم عابدانوورله جوړکړی دی اوکه مړه وی نوهم دهغوی اعضاء خوشته دی په دی شرط چه خاوری شوی نه وی نونفی دمقید دلته مراد نه ده اوهرکله چه دمددکولودپاره دا څلور قوتونه ضروری دی نودهغی ذکرئی اوکړو (قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ) داجواب دی دسوال دمشرکینو چه هغوی وائی چه دا خبری مه کوه گنی دامعبودان به درته ټکره اورسوی نوجواب اوشو چه دی راوبلئ ماته دضرر رسولو دپاره اوتاسوهم ورسره ملگری شئ اومالره مهلت مه راکوئ زه نه ویریږم -