إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
یقیناً هغه کسان چه بلئ تاسو هغی لره (په حاجتونوکښی) سیوا د اللّه تعالٰی نه بندگان دی ستاسو په شان (محتاج دی) پس اوبلئ دوی نو دوی دی څه حاجت پوره کړی ستاسو که تاسو ئی رشتینی -
دا آیت ښکاره رد دی په هغه کسانوچه د بندگانوعبادت کوی که ژوندی وی اوکه مړه وی اودهغوی نه حاجتونه غواړی اوداسی په سورة کهف (۱۰۲) کښی هم دی نودا رد دی په مشرکین بالعباد باندی خصوصاً اشاره ده چه عبدیت منافی دی دمعبودیت سره - اوکه مراد ددی نه بتان شی نوشربینی او رازی وئیلی دی چه مطلب دادی چه تاسوداپه شکل دانسانانوباندی جوړوئ نوکه دوی واقعی ژوندی انسانان شی ستاسوپه شان نوهم ستاسوحاجت روائی نشی کولی (فَادْعُوهُمْ) داپه طریقه دزورنی سره دی - نوددی نه مراد صرف بتان نه دی -