الأعراف ۱۹۳

وَإِنْ تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لَا يَتَّبِعُوكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنْتُمْ صَامِتُونَ

اوکه بلئ تاسو دی شرکاؤ لره لارخودنی ته دوی نشی رسیدلی تاسوته برابرحال دی ستاسوکه بلئ تاسو دوی لره اوکه تاسوچپ یئ -

په دی آیت کښی او ورپسی آیت کښی رد دشرک فی الدعا دی (هُمْ) ضمیرراجع دی معبود من دون اللّه ته (إِلَى الْهُدَى) مراد ددی نه طلب دهدایت اوخیردی لکه چه د اللّه تعالٰی طلب دخیر اودهدایت کیدی شی اوهغه اجابت کوی لیکن دامعبودان هیڅ اجابت نشی کولی که بتان وی اوکه قبرونه وی - په دی آیت کښی بل قول دادی چه هم ضمیرمشرکانو ته راجع دی اومراد ددی نه عنادیان مشرکان دی لیکن داد سیاق دکلام نه لری تفسیردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل