إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ
یقیناً بچ کوونکی ځما اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه نازل کړی ئی دی کتاب (په مسئله دتوحید سره) اوهغه بچ کوی ټولونیکانولره -
دا علت دی ددی خبری چه مؤحد دغیراللّه نه ویره نه کوی اووائی چه بچ کوونکی زما هغه اللّه تعالٰی دی چه قرآن ئی په دی مسئله رالیږلی دی اشاره ده چه قرآن بیان کوونکی او توحید ته دعوت ورکوونکی دصالحینونه دی او اللّه تعالٰی دموحدینو امداد کوی -