الأعراف ۱۸

قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَدْحُورًا لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ أَجْمَعِينَ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی اوځه ددی ځای نه بدوئیلی شی رټلی شوی خامخاچاچه تابعداری اوکړه ستا ددوی نه خامخا ډک به کړم جهنم ستاسونه په یوځای -

په دی آیت کښی دابلیس ددعا اجابت دی سره دتخویف نه په تابعدارئ کولودهغه سره (اخْرُجْ) دااعاده بعد دعهد ده یعنی اول اخرج په طریقه دفیصله الٰهی وؤ اودوهم نافذکول دامر دی یااول اخراج دجنت نه او دوهم دآسمان نه (مَذْءُومًا) ذأم زیات دی د ذم نه په معنیٰ دعیب کښی یعنی ډیرعیب ژن (مَدْحُورًا) په لغت کښی رټلی شوی ته وائی او صیغی دمفعول دلالت کوی چه دابدوئیل او رټل به هرطرف نه وی - (لَأَمْلَأَنَّ) اشاره ده چه په جهنم کښی به تعذیب دپاره صرف تابعدار دابلیس وی که په کفراوشرک سره وی اوکه په نورو گناهونوسره وی اول قسم به همیشه وی جهنم کښی دوهم به همیشه نه وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل