الأعراف ۱۹

وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ

او ای آدم علیه السلام اوسه ته اوبی بی ستا په جنت کښی پس خورئ دهغه ځای نه چه خوښه وی ستاسو اونزدی مه ورځئ دی اونی ته (په قصد) پس شئ به تاسودگنهگارو نه -

دا اظهاردانعام الٰهی دی په هغه آدم علیه السلام چه ابلیس هغه ته سپک کتل دامعطوف دی په اخراج باندی په (۱۸) کښی (وَلَا تَقْرَبَا) مراد دنهی دقِربان نه قصد اوعمد دی چه هغه سبب دظلم دی نوپه سهواونسیان دآدم سره ظلم دهغه نه ثابتیږی اونورتفسیرپه سورة بقره کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل