ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ
بیا خامخا به راځم دوی ته دمخی ددوی نه اودشا ددوی نه اود ښی طرفونونه اود گس طرفونونه اونه به مومی ډیرددوی نه توحید والا -
ددی نه مراد دادی چه په هرطریقه به دوی گمراه کوم یامطلب دادی چه د آخرت نه به ئی منکریا غافل کوم اودنیک کارونونه به ئی منع کوم او دبدکارونورغبت به ورکؤم - مِنْ فَوقِهِم، ئی نه دی وئیلی اشاره ده چه رحمت د اللّه تعالٰی نشی منع کولی او مِن تَحتَهِم، ئی نه دی وئیلی چه د لاندی نه راتلل نه کیږی (شَاكِرِينَ) قرطبی او خازن او ابن کثیر وئیلی دی چه مراد ددی نه مؤحدین دی ځکه چه ابلیس اوله دشمنی دتوحید سره کوی اوداقول دابلیس په طریقه دظن غالب سره دی -