قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ
ده اوئیل پس په دی وجه چه تا زه محرومه کړم (درحم خپل نه) خامخ کینم به دوی ته په نیغه لاره ستا کښی (دپاره دمنع کولو) -
دادلیل دی چه دصراط مستقیم لوی دشمن ابلیس دی (فَبِمَا) باء سببیه یا قسمیه ده او ما استفهامیه دی او (لَأَقْعُدَنَّ) کیناستل کنایه ده دلزوم نه (لَهُمْ) په معنیٰ د لِاِ ضْلاَلِهِمْ وَ اِغْوَائِهِمْ دی (صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ) چه دهغی ابتداء دتوحید نه ده لکه ابن کثیرذکر کړی دی -