الأعراف ۱۲

قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی څه شی اوبللی ته سجدی نه کولو ته کوم وخت چه ما حکم اوکړو تاته ده اوئیل زه غوره یم دده نه (ځکه چه) تا زه پیداکړی یم داورنه او دی دِ پیداکړی دی د خټی نه -

ددی آیت نه معلومه شوه چه دنص یعنی ښکاره حکم داللّه تعالٰی اودرسول په مقابله کښی خپل قیاس پیش کول داکاراول ابلیس کړی وؤ دارنگ هرمشرک او مبتدع دنس مقابله کښی قیاسونه پیش کوی داقرطبی ذکر کړی دی - اودا دلیل ئی په دی سورت کښی ذکر کړو اشاره ده چه شرک فعلی کوؤنکی داسی دلیلونه پیش کوی - اودی آیت نه معلومه شوه چه ابلیس هم مامور وؤپه سجده کولوسره (أَنَا خَيْرٌ) داتزکیه ده خپله او تکبردی اوپه ضمن کښی اعتراض دی په امرداللّه تعالٰی باندی (خَلَقْتَنِي) دا علت دی داناخیرلیکن دلیل ئی غلط دی ځکه چه خاوره اوخټه کښی داورنه زیاتی فائدی دی (مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ) په دی کښی یوقول دادی چه لازائد دی لکه په سورة ص (۷۵) کښی بغیر دلانه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل