قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَنْ تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ
اوفرمائیل اللّه تعالٰی په کوزشه ددی ځای نه پس نه دی مناسب تالره چه لوئی اوکړی ته په دی ځای کښی پس اوځه یقیناً ته د ذلیلانو نه ئی -
دا آیت دلیل دی چه تکبرسبب دذلت دی اوپه دی کښی دهغه تذلیل په دری طریقوسره ذکر کړو اول (فَاهْبِطْ) داهبوط په طریقه دتذلیل سره دی په قرینه دمایکون لک، اوپه هبوط آدم کښی داقید نیشته نوهغه دپاره تذلیل نه دی دوهم (اخْرُجْ) دالفظ روستو داهباط نه دپاره دتاکید دذلت دی دریم (الصَّاغِرِينَ) اشاره ده چه مقابل دتکبرکښی صغارراځی -