الأعراف ۱۱

وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ

اویقیناً پیدا کړی یئ مونږتاسو بیا مونږشکلونه درکړی دی تاسوته بیا (داهم واورئ) چه وئیلی وومونږملائکوته سرخکته کړی په تعظیم سره آدم علیه السلام ته پس سجده اوکړه دوی (په هغه طریقه) مگر، ابلیس نه ؤو دی دسجده کؤونکونه -

ددی ځای نه دوهم باب دی تر (۳۶) پوری په دی کښی واقعه دآدم علیه السلام او ابلیس ده دپاره درد دشرک فعلی (چه دوی په طواف کښی په ځان جامی حرام کړی دی) اوڅلورم کرته خطاب دی په یابنی آدم سره اول ځل دپاره دتذکیردنعمت دلباس دوهم ځل دپاره دبچ کیدلو دوسوسی دشیطان نه اورد دی په دلیل دمشرکانوباندی دریم ځل دپاره درد دشرک فعلی اوذکر دتحریمات الٰهیه څلورم ځل دپاره دنعمت درسالت - بیا په دی آیت کښی تفصیل دی دابتداء د مکناکم چه تمکین کښی معنیٰ دعزت او د اکرام ده اوهغه په واقعه دسجود سره ښکاره ده (خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ) په دی کښی اول قول دادی چه خلق دمادی د آدم علیه السلام اوبیاصورت جوړول دهغه دی نومراد ددی اَبَاکُمْ دی (اسْجُدُوا) مراد سجدی نه سجده تحیه ده دپاره داکرام آدم علیه السلام ته په سرښکته کولوسره لیکن زمونږامت کښی داهم منع ده نورتفصیل سورة بقره کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل