وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اوگرځولئ تاسوآباد (یوبل پسی) په ځمکه کښی اوپورته کړی دی بعضی ستاسودپاسه دبعضوپه درجو (دعلم او مال کښی) دی دپاره چه ازمیښت اوکړی په تاسوباندی په هغه څه کښی چه درکړی دی تاسوته یقیناً ستارب زرعذاب ورکؤونکی دی (نه منونکوته) اویقیناً هغه دی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی -
داترغیب دی عمل کولوته په احکاموددی سورت باندی اواثبات دربوبیت د اللّه تعالٰی دی کوم چه مخکښی آیت کښی ذکر شوی دی (خَلَائِفَ) سجستانی وئیلی دی چه معنیٰ ددی اوسیدونکی دی چه په یو بل پسی نائبان وی اوشربینی وئیلی دی چه دا صفت ددی آخری امت دی ځکه چه نبی ﷺ خاتم النبیین دی نوامت دهغه هم خلیفه دی دمخکښی ټولو امتیانو (وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ) داجواب دسوال دی چه هرکله په هریو کښی وصف دخلیفه وی نوپه کارده چه په ټولو کښی مساوات وی؟ جواب: اوشوحاصل دجواب دادی چه دوی ئی په تفاوت سره گرځولی څوک عاقل څوک جاهل څوک مالدار څوک غریب څوک مالک څوک مملوک دپاره دابتلاء ستاسو اومقصد په ابتلاء کښی معرفت دتوحید د اللّه تعالٰی دی اوفرق کول دی په مینځ دشکرکوونکی ددی نعمت اوکفران کوونکی کښی (فِي مَا آتَاكُمْ) مراد ددی هرهغه صفت او حالت دی چه انسان په هغی سره متصف وی په مالدارباندی ابتلاء ده په مالدارئ کښی اوپه غریب باندی په غریبئ کښی او ښائسته شکل والاباندی په دغه صفت کښی اوپه بدشکل والا دهغه په حال کښی اوپه عاقل عالم باندی په علم کښی اوپه جاهل باندی په جهل کښی (إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ) دا تخویف دی شکونه کوونکی ددی نعمت اودارنگ عمل نه کوونکی په دی سورت باندی (وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ) دابشارت دی شکرگذار دنعمتونوته اوعمل کوونکی ته په دی سورت باندی -