قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
ته اوایه: آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه زه اولټوم بل رب اوهغه رب دهرڅیز دی اوعمل نه کوی هرنفس (بدعمل) مگرضرربه ئی په هغه باندی وی اونه شی پورته کولی یوگنهگار پیټی دبل چابیا ستاسو رب ته ورگرځیدل ستاسو دی پس خبربه درکړی تاسوته په هغه څه چه تاسو په هغی کښی اختلاف کؤو -
دابله طریقه دتعلیم ده اوجوابونه ددری سوالونو - اول سوال: سیوا د اللّه تعالٰی نه بل هم مدبردعالم کیدی شی نونسل ئی په کاردی لکه قطب؟ جواب: دادی چه اللّه تعالٰی رب مدبردهرڅیزدی نوبل مدبرته ضرورت نیشته - دوهم سوال: که اوئیلی شی چه په دی عقیدی سره په انسان باندی گناه نه راځی؟ جواب: (وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ) مراد دکسب نه کول دگناه دی لکه شرک کول د اللّه تعالٰی سره چه هغه نه معاف کیږی بلکه گناه دشرک به په مشرک باندی ضرور راځی - دریم سوال: که څوک اووائی چه ددی کارگناه به زه اوچت کړم لیکن ته داسی کار اوکړه؟ جواب: (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) سوال: پیټی دگناه په بل هیڅ چاباندی نشی راتلی بغیردگناه کوونکی نه نو د وَازِرَةٌ تخصیص ئی ولی اوکړو؟ جواب: داسی وسوسه اچوونکی همیشه وَازِرَةٌ (گنهگار) وی ددی وجی نه تخصیص ئی اوکړو اگرچه حکم عام دی او داسی سوال جواب په سورة عنکبوت کښی ذکر شوی دی (ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ) دا تخویف اخروی دی (فَيُنَبِّئُكُمْ) انباء دخبرورکولو نه مراد فیصله کول دی په مینځ دحق پرست او باطل پرست کښی په جزاو سزا ورکولو سره -