الأعراف ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
المص

المص -

سورة الأعراف

ربط: ددی سورت دادی چه په سورة انعام کښی دلیلونه عقلی بیان شول په مسئله دتوحید باندی نوپه دی سورت کښی دلیلونه نقلی دی په دی مسئله اوبهادری دپیغمبرانو ذکرکوی دپاره دبیان دتوحید -

دعویٰ ددی سورت دری دی:

اوله بهادری اوکړئ دپاره دبیان دمسئلی دتوحید اودقرآن په (۲) کښی دوهم تابعداری دکتاب او سنت کوئ ددی نه خلاف دهیچ چا اتباع مه کوئ خصوصاً په تحلیل او تحریم کښی په (۳) کښی - دریمه شرک مه کوئ‌ د اللّه تعالٰی سره په بندگئ او په بلنه کښی په (۵۴) کښی -

خلاصه:

ددی سورت دوه حصی دی اوله حصه تر (۵۴) پوری ده په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی کښی اوله دعویٰ او دوهمه دعویٰ ذکر ده بیا تخویف دنیوی په ذکرکولوددری حالاتو دمنکرینو په (۵،۴) کښی اوبیا تخویف اخروی دی په ذکرددری حالاتوسره په (۸،۷،۶) کښی اوبیا ترغیب دی په (۱۰) کښی -

تفسیر

دمقطعاتوپه باره کښی تفصیل مخکښی تیرشوی دی اودلته ورسره حرف ص کښی لطیفه اشاره ده ډیروقصو ددی سورت ته اوصفت دصمدیت د اللّه تعالٰی ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل