الأنعام ۱۶۱

قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

اوایه یقیناً رسولی یم زه رب ځما نیغی لاری ته چه دین پوخ دی ملت دابراهیم علیه السلام دی چه کلک ووپه توحید باندی اونه ؤو دمشرکانو نه -

دابیان تفصیلی د نبی ﷺ دی دادلیل وحی دی او څلورم قسم دی دطریقو دتعلیم چه بیان ددین حقه دی - په دی سورت کښی چه بیان اوشو نودا (۱) صراط مستقیم دی - (۲) دین قیم دی (۳) ملت ابراهیمیه دی (هَدَانِي) په دی کښی دلیلونونقلیو، وحییو او طرق تعلیم ته اشاره ده چه په دی سورت کښی تیر شوی دی (دِينًا قِيَمًا) په دی کښی عقلی دلیلونو ته اشاره ده - دِينًا بدل دی دمحل دصراط مستقیم نه یا اتّبعت فعل پټ دی (مِلَّةَ) دا بدل دی د دینانه اودابیانات د نبی ﷺ دپاره داظهاردفرق دی په مینځ دمؤحدینو او مشرکینوکښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل