الأنعام ۱۶۰

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

څوک چه راغی په نیک عمل سره پس ده لره لس چنده ثواب دهغی دی اوڅوک چه راغی په بدعمل سره پس سزابه نه ورکیږی مگردهغی په شان اوپه دوی به هیڅ ظلم نه کیږی -

داتفصیل دجزاء اخروی دی یعنی ډلوته اعتبارنیشته بلکه اعتبار حسنه او سیئه ته دی - (عَشْرُ أَمْثَالِهَا) دا ذکر دادنیٰ ثواب دی اوددی نه په بره مقدار معلوم نه دی - سوال: امثالها جمع دمذکرده نوپه کار داوؤ چه عشره په تانیث سره ذکروی؟ جواب: په دی کښی حسنات لفظ پټ مراد دی یعنی عشرحسنات امثالها یعنی یوه نیکی داسی ده لکه چه لس نیکئ اوکړی اودهری نیکئ یوثواب دی نولس ثوابونه شول (بِالْحَسَنَةِ) هغه عمل دی چه په عقیده دتوحید اوپه طریقه دسنت باندی بناوی اوسیئه ددی خلاف دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل