قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
اوایه: یقیناً لمونځ ځما او مالی عبادت ځما اوژوند ځما اومرگ ځما خاص اللّه تعالٰی لره دی چه رب د ټول عالم دی -
داخلاصه دملت ابراهیمیه ده چه عبادت بدنیه او مالیه اوژوند تیرول او مړه کیدل صرف د اللّه تعالٰی دپاره دی (صَلَاتِي) عام دی فرض، نفل ته (نُسُكِي) ټولو کارونو دتقرب الٰهی او طاعت ته وئیلی شی (قرطبی) یاصرف ذبح کول (قربانی) اویا صرف طریقی د ادا کولو دحج مراد دی (مَحْيَايَ) صرف ژوند تیرول اوهغه کارونه چه زه ئی په ژوند کښی کووم (مَمَاتِي) صرف مړکیدل او هغه حالت چه زه په هغی باندی مړکیږم لکه ایمان او طاعت یاوصیت کول په وخت دمرگ کښی -