وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
او (پوهه شئ) چه داقرآن لارځماده برابر پس تابعداری کوئ دده اومه تابع کیږئ دنورو لارو پس گډوډ به کړی تاسو د لاری دهغه نه داحکم درکوی تاسوته دی دپاره چه متقیان شئ -
دی آیت کښی یوامر او یونهی ده (صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا) نه مراد قرآن (اوسنت) دی (السُّبُلَ) نه مراد هغه ټولی طریقی او نظرئی او مذهبونه دی چه دقرآن او سنت نه خلاف دی یهودیت، نصرانیت، مرزائيت ، رافضیت اوتمام بدعات رواجونه په دی کښی داخل دی اودقرآن سنت اتباع سره تقویٰ حاصلیږی ځکه ئی (تَتَّقُونَ) اوفرمائیل او (هَذَا) اشاره ده هغه مضمون ته چه ذکر شو په دی سورت کښی یاپه قرآن کښی -