وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
اومه نزدی کیږئ مال دیتیم ته مگر په هغه طریقه چه ښائسته وی (اوساتنه کوئ دهغه دمال) توهغی چه اورسی ځوانئ ته اوپوره کوی پیمانه اوتله په انصاف سره تکلیف نه ورکوو مونږهیچ چاته مگرپه قدردوس دهغه اوکله چه ویناکوئ په انصاف کوئ اگرچه وی (وینا کړی شوی) خپلوان اولوظ د اللّه تعالٰی پوره کوئ دا حکم درکوی تاسوته په دی سره دپاره ددی چه یاد اوساتئ -
داکارونه مشرکانو هم منل چه دا ښه اخلاق دی لیکن بیا به ئی دهغی خلاف کوؤ نوځکه ورته اوفرمائیل (لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) یعنی ددی کارونو ښائیست مه هیروئ (لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا) داجمله معترضه ده چه په دی احکاموباندی عمل کول ستا دطاقت نه بهردی نومخالف ئی مه کوئ یاپه دی کښی تسلی ده یعنی خپل وسع صرف کوئ اودوسع نه چه بهرشی نوهغه اللّه تعالٰی معاف کوی (إِذَا قُلْتُمْ) قول عام دی که په فیصله کولو کښی وی یاشهادت یا دعوت اوتبلیغ وی (فَاعْدِلُوا) عدل په معنیٰ د حق او رشتیا وئیل دی -