ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِي أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ
بیا (واورئ) چه ورکړی دی مونږموسیٰ علیه السلام ته کتاب (مخکښی دقرآن نه) دپاره دپوره کولو دنعمت په هغه چاچه نیک عمله دی اوتفصیل دهرضروری خبری ددین اوهدایت دی اورحمت دی دپاره ددی چه په ملاقات د رب خپل ایمان لری -
دادلیل نقلی دی د کتاب د موسیٰ علیه السلام نه دی چه په هغی کښی هم دا اوامراونواحی ذکردی(ثُمَّ) دپاره دترتیب داخبار دی یعنی ثم اخبرکم (الَّذِي أَحْسَنَ) نه مراد په بنی اسرائيلوکښی محسنین کسان دی یا موسیٰ علیه السلام مراد دی اودا کتاب تورات دهغوی دپاره پوره حجت وؤ اوپه دوی باندی پوره احسان وؤ د اللّه تعالٰی دطرف نه یامراد د (الَّذِي أَحْسَنَ) نه هغه طریقه ده چه ښائیسته وی (تَمَامًا) په معنیٰ دتاما کاملادی پوره کتاب په هغه وجه اوطریقه سره چه ښائسته وی (لَعَلَّهُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ) اشاره ده چه کتاب د اللّه تعالٰی سره تعلق ساتل سبب دپوخ والی دایمان دی په قیامت باندی -