الأنعام ۱۴۹

قُلْ فَلِلَّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ

اوایه پس خاص اللّه تعالٰی لره دلیل پوره دی پس که غوښتی اللّه تعالٰی خامخا هدایت به ئی کړی وی تاسو ټولو ته -

دابیان د دلیل یقینی دی په توحید باندی چه هغه کتابونه نازلول او رسولان رالیږل دی (الْبَالِغَةُ) چه دصدق او عربئ او فصاحت بلاغت انتهاء ته رسیدلی وی دربیع بن انس نه روایت دی چه هغه چا سره هیڅ حجت نیشته (چه نافرمانی د اللّه تعالٰی اوشرک کوی) په اللّه تعالٰی باندی بلکه اللّه تعالٰی حجت بالغه دی په بندگانو باندی - لیکن هدایت په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل