قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءَكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَ هَذَا فَإِنْ شَهِدُوا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ
اوایه راولئ علماء خپل هغه کسان چه بیشکه بیان کړی چه اللّه تعالٰی حرام کړی دی دا پس که دوی بیان اوکړو (بی دلیله) پس ته ملگرتیا مه کوه ددوی سره اومه تابع کیږه دخواهشاتو دهغه کسانو چه دروغژن گنړی آیتونه زمونږ اوهغه کسان چه ایمان نه لری په آخرت باندی اودوی دخپل رب سره نورخلق برابر گنړی -
داطلب ددلیل دی ددوی دعلماؤ نه (هَذَا) په دی کښی اشاره ده هغه ته چه ذکر دی په (۱۳۹،۱۳۸) کښی (الَّذِينَ كَذَّبُوا) دادری اصول دکفردی تکذیب د آیاتونو، انکار دقیامت اوشرک کول اوددوی دین په خواهشاتوباندی بناوی (فَإِنْ شَهِدُوا) نه مراد دادی که دوی بیان ددی دځان نه بی دلیله اوکړی نوته ورسره ملگرتیا مه کوه ځکه چه د خواهشاتو تابعداری کول منع دی -