الأنعام ۱۴۸

سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتَّى ذَاقُوا بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ

خامخا وائی مشرکان که خوښه وی د اللّه تعالٰی نوشرک به نه وی کړی مونږاونه پلارانوزمونږ اونه به حرام کړی وی مونږ څه شی دغسی نسبت ددروغو کړی ؤو (توحید ته) هغه کسانو چه مخکښی ددوی نه ؤو تردی چه اوڅکو دوی عذاب زمونږ اوایه آیاتاسو سره دلیل شته پس را ښکاره کړئ مونږته تابعداری نه کوئ‌ تاسو مگردگمان اونه يئ‌ تاسو مگرپه توک کارونه کوئ -

دارد دی په دلیل دمشرکانوباندی هغوی وئیل چه مونږشرک اعتقادی یا عملی چه کوؤ نوپه دی اللّه تعالٰی خوښ (رضا) دی ځکه چه هرڅه دهغه په خوښئ سره دی دا ددوی عقیده وه چه کل شیءِ بمشیة اللّه یائی دا الزاماً وئیل مؤمنانوته چه تاسو وایئ چه هرڅه د اللّه تعالٰی په مشیت سره دی - اول جواب دادی (كَذَلِكَ كَذَّبَ) یعنی که په دی اللّه تعالٰی رضا وی نومخکښی تکذیب کوونکو ته ئی عذاب ولی ورکړی دی - دوهم جواب په (قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ) چه دلیل یقینی په دی باندی پیش کړئ اوهغه نیشته دوی سره - دریم جواب په دی قول سره (إِنْ تَتَّبِعُونَ) چه دا ددوی دگمان او دتوک خبری دی اوهغه خوڅه دلیل نه دی (سَيَقُولُ) دا پیشینگوئی ده اوسین دپاره داستقبال دی اووقوع دهغی په سورة نحل اوزخرف کښی ذکر ده یا سین دپاره دتاکید دی (كَذَّبَ) نسبت دتکذیب په نورو احکامو شرعیو کښی مراد دی یا داچه (لَوْ شَاءَ) مشرکانوپه طریقه دتکذیب سره وئیلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل