قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
اووایه: آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه اونیسم زه مدد گار، پیدا کؤونکی دی دآسمانونو او دځمکی اوهغه خوراک ورکوی اوخوراک نشی ورکیدی هغه ته - اوایه یقیناً حکم کړی شوی دی ماته چه یم به زه اول دهغه چانه چه توحید منی اومه کیږه ته دمشرکانونه -
دا طریقی د تعلیم دی اوجوابونه د سوالونو او دا اول قسم دی مقصد په کښی پخیدل دی په عقیده دتوحید باندی - اول سوال زمونږمبعودانوته مددگار اووایه؟ جواب اوشوپه اول قل سره - دوهم سوال دا توحید منل څه ضروری خبره نه ده؟ جواب اوشوپه دوهم قل سره چه دا خومامور به مسئله ده - تردی پوری چه ددی مسئلی دوجی نه برائت کول لازم دی دمشرکانونه (ولاتکونن من المشرکین) (وَلِيًّا) رب، معبود او مددگار (فَاطِرِ) په دی کښی اشاره ده چه دا دواړه ئی د جدا جدا مادونه راویستل په اول راویستلوسره (وَهُوَ يُطْعِمُ) روزی ورکول دهغه په اختیارکښی دی (وَلَا يُطْعَمُ) په دی سره هغه وهم رد کوی چه والدین هم اولادته طعام ورکوی بعضی پیران لنگری کوی؟ جواب دادی چه اللّه تعالٰی طعام ته حاجت نه لری اونورمخلوق خو طعام ته محتاج دی سورة مائده (۷۵) سورة ذاریات (۵۸،۵۷) - (أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ) ځکه چه نبی په امت کښی اول مسلمان دی لکه دسورة په (۱۶۳) کښی راځی -